احمد علي حضرت د ننګرهار ولایتي شورا رئیس و ټاکل شو

د ننګرهار ولایتي شورا غړو په خپل منځ کې د اداري هیئت د ټاکلو په موخه انتخابات ترسره کړل.

دغه انتخابات چې د سې شنبې په ورځ د ولایتي شورا په تالار کې ترسره شوه د ولایتي مسؤلینو سره بېره د یوناما، بشري حقوقو، انتخاباتو کمېسیون او نورو اړوندو ادارو استازو په کې نظارت کاوه.

د ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال د دې انتخاباتو پایلې داسې اعلان کړې:

"حاجي صیب احمدعلي حضرت له اولس رایو څخه لس رایې وړي د ولایتي شورا د رئيس په توګه په همدې ډول د معاونیت لپاره ډاکټر لعل محمد دراني نهه رايې ترلاسه کړي بريالی دی او د منشي څوکۍ لپاره ذبیح الله زمري لس رایې چې اکثریت رایې دي د منشي په توګه وټاکل شو."

د ننګرهار ولایتي شورا په دې انتخاباتو کې له اتلس تنو وکیلانو څخه اوولس تنه حاضر و چې د رایو په اکثریت د ولایتي شورا رئيس، معاون او منشي وټاکل شول.