د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې چاودنې یو تن زده کوونکی وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې پېښه نن سهار د روداتو ولسوالۍ اړوند په چینار کلي کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې ماین په سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا ځای پرځای شوی وو چې پر یادو ماشومانو یې چاودنه وه کړه.
نوموړی وايي، د دغو ماشومانو عمرونه د اتو، نهو او لسو کالونو ترمنځ دي.
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.