د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوي د انتخابولو په نتیجه کې د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن د فراه د ولایتي شورا د رئیسې په توګه وټاکل شوه.
جمیلې امینې نن ژمنه وکړه چې د فراه د اوسیدونکو لپاره به له هېڅ ډول خدمته ډډه ونهکړي.
دا د ولایتي شورا د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره دیارلسم پړاو انتخابات و چې په یو شمېر ولایتونو کې ترسره شول.