یوه سړي په جوزجان کې خپله ۲۵ کلنه لور او شل کلن وراره په تیشې وژلي دي.
د جوزجان له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیرعبدالمالک ممنون ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د فیضاباد په ولسوالۍ کې شوې ده.
ښاغلی ممنون وایي، د پېښې لامل تراوسه معلوم نه دی او په دې اړه لاهم څېړنې کېږي.