پسرلی: اقینې بندر کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، د روانې نومبر میاشتې په اته ویشتمه به په اقینه کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو یو ګډ نندارتون پرانیستل شي.

د یادې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل، دغه نندارتون چې درې ورځې به دوام وکړي، هدف یې کورنیو تولیداتو ته بازارموندنه او وده ورکول دي.

ښاغلي پسرلي زیاته کړه، د افغاني تولیداتو دغه نندارتون به په اقینه کې د لاجوردو پر لاره د اوسپنې پټلۍ د پرانیستې سره سم جوړ شي چې په خبره یې د افغان چارواکو او سوداګرو تر څنګ به د قزاقستان چارواکي او سوداګر هم په کې ګډون وکړي.