د کرنې ریاست: کندز کې د شولو حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

په کندز کې سږکال د شولو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د نوموړي ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد نبي روفي ازادي راډیو ته وویل، په روان کال کې د اوبو ډېروالی او د دغه نبات د کښت لپاره د ښې هوا شتون د شولو د حاصلاتو د زیاتوالي لاملونه دي.

ښاغلي روفي زیاته کړه، د کرنې او مالدارۍ وزارت د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې د شولو د پروسس یو کوپراټیف جوړکړی چې په کې اته د شولو د کر ماشینونه، څلور د لو ماشینونه ،۴ عرادې تراکتورونه او نور وسایل هم شامل دي چې په پرمخ تللې بڼه یې له ګروندګرو سره د شولو په پروسس کې مرسته کړې.

د کندز کروندګر هم د شولو د حاصلاتو د زیاتوالی پخلی کوي، خو له افغان حکومت غواړي چې د حاصلاتو په بازار موندنه کې ورسره مرسته وکړي.