جرمني پولیسو جوماتونو، اپارتمانونو او دفترونو کې عملیات پیل کړي

د جرمني پولیسو په لسو ایالتونو کې د اسلامي دولت په نوم ډلې د مشکوکو پلویانو پرضد، په یوه وخت په جوماتونو، اپارتمانونو او دفترونو کې د تلاشی عملیات پیل کړي دي.

د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپورله مخې نن سهار د DWRیا د ریښتیني مذهب په نوم ډلې پورې د تړلو تنظیمونکواو پلویانو په څه باندې دوو سوو اپارتمانونو او دفترونو باندې عملیات ترسره شول.

د خبر له مخې دغه عملیات د جرمني په لویدیځو ایالتونو او برلین کې شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرتوماس دې مایزیرې د دغې ډلې پر فعالیت بندیز لګولی دی.

د کورنیو چارو د وزارت ویاندې وویل چې دا ډله له اساسي قانونه پر سرغړونې او د کرکې په خپرولو تورنه شوې او زیاته یې کړه چې اکثرو هغو کسانو چې سوریې ته تللي له دې ډلې سره ارتباط درلود.

خو د دې نښې نشته چې دې ډلې به په خپله د حملو پلان درلود.