د ارزګان امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ په ځینو برخو کې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په نتیجه کې ۲۵ وسلهوال مخالفین وژل شوي دي.
د ارزګان امنیه قوماندان ولي جان سرحدي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات تېره شپه ناوخته وشول چې په نتیجه کې یې ۱۰ وسلهوال ټپیان شوي هم دي.
نوموړی وایي، په عملیاتو کې ملکیانو او یا امنیتي ځواکونو ته تلفات نهدي اوښتي او وسلهوالو طالبانو هم په دې اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.