افغان چارواکو د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره له کاندیدو کمېشنرانو څخه د مرکو بهیر پیل کړی دی.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن ازادي راډیو ته وویل چې د لیدنو او مرکو دا بهیر د حکومتي مشرانو لهخوا په ګډه پر مخ بیول کېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"ولسمشر، اجرائیه رئیس او نور لوړ رتبه کسان پر دې کار کوي، هغه کسان چې حکومت ته وړاندې شوي دي، له هغوی سره مرکې او لیدنې لري، بلاخره د دغو کسانو لهمنځه قوي، په کار پوه او با تجربه اشخاص د دواړو کمېسیونو لپاره معرفي کېږي."
ښاغلی فیصل زیاتوي چې د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې ۲۱ تنه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او ۱۵ تنه هم د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره حکومت ته معرفي کړي دي.
تمه کېږي له دغو کاندیدانو څخه ۷ کسه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته او ۵ تنه هم د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته معرفي شي.