د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته "جیولیاني" د فهرست سر کې راغلی

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نېږدې کسان وايي چې د نیویارک پخوانی والي روډي جیولیاني د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مقام لپاره د کاندیدانو د فهرست په سر کې راغلی دی.

جیولیاني د هېلري کلېنټن په وړاندې د انتخاباتي کمپاین پر مهال د ټرمپ سلاکار او سخت پلوي و.

جیولیاني پرون په واشنګټن کې د وال سټریټ ژورنال له خوا په جوړه شوې غونډه کې دا خبره رد کړه چې ګنې دی به د ټرمپ په اداره کې د لوی څارنوال پر دنده وګمارل شي.

جیولیاني وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مقام لپاره په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانی سفیر جان بولټن ډېر غوره انتخاب دی خو کله چې پوښتنه ترې وشوه چې ایا تر هغه کوم بل وړ کس شته کنه ده په معنی دارې موسکا سره‌یې وویل:

"ښايي زه به یم، خو بیا هم نه‌پوهېږم."

د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ لوړې ته څه باندې دوه میاشتې پاتې دي او دا په داسې حال کې ده چې منتخب ولسمشر په نیویارک کې د ټرمپ ټاور په نوم پر خپل کور د کار تر څنګ پر خپل کاري ټیم کار کوي او له نړیوالو مشرانو سره خبرې کوي.