یو شمېر کډوالو چې غوښتلیې لوېدیځې اروپا ته د تلو په لاره کې له سربیا څخه کروېشیا ته واوړي پرون د سربیا له پولیسو سره نښتې وکړې.
عیني شاهدان وايي، شاوخوا سل کډوال د سربي پولیسو کتار مات کړ او د کروندو له لارې یې کروېشیا ته د اوښتو هڅه وکړه، خو د دواړو هېوادونو پولیسو اجازه ورنهکړه.
دا کډوال چې ډېره برخهیې افغانان او پاکستانیان وو، له دوو ورځو راهیسې له بلګراد څخه پر لویو لارو شاخوا ۱۲۵ کېلو متره مزل کړی و او پرون د کروېشیا سرحد ته ورسېدل.
دې کډوالو ویل چې نهغواړي په سربیا کې د کډوالو د ثبت مرکزونو ته ولاړ شي.
دوی د ژوند له ناوړه شرایطو شکایت کاوه او غوښتنهیې کوله چې باید لوېدیځې اروپا ته د تلو اجازه ورکړل شي.
خو د کروېشیا د کورنیو چارو وزیر وویل، دې کډوالو ته به اجازه ورنهکړي چې له غیر قانوني لارو دې هېواد ته ننوځي.
د سربیا د کورنیو چارو وزیر وویل، دې کډوالو ته به اجازه ورنهکړي چې لویې لارې بندې کړي او کروېشیا ته اوښتو ته بهیې هم پرې نهږدي ځکه اجازه نهورکوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، له سوریې، عراق، پاکستان او افغانستان څخه شاوخوا ۶۴۰۰ کډوال اوسمهال په سربیا کې ثبت دي خو غیر حکومتي مؤسسې وايي، دا شمېره لس زرو ته نېږدې ده.