د عراق فلوجه کې غبرګو انتحاري حملو لږ تر لږه ۸ تنه ووژل

د عراق په فلوجه ښار کې په دوو ځانوژونکو بریدونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او شل تنه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې ځان وژونکو چاودېدونکي مواد په دوو موټرو کې ځای پر ځای کړي وو او فلوجه کې یې د پولیسو دوه پوستې په نښه کړې.

د جون میاشتې راهیسې چې عراقي ځواکونو د فلوجې ښار بېرته له داعش وسله‎والو ونیوه دا لومړی ځل دی چې په دې ښار کې بریدونه کېږي.

د دوشنبې ورځې بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د عراق حکومتي ځواکونو له کُردي پېشمرګه ځواکونو او شیعه ملېشو سره یوځای د داعش له وسله‎والې ډلې څخه د موصل د نیولو عملیات چټک کړي دي.