د روسیې د سنا مجلس یو پلاوي تهران ته د سفر په دوهمه ورځ له لوړپوړو ایراني چارواکو سره خبرې اترې کړي.
د راپورونو له مخې دا خبرې اترې د انرژۍ او دفاع برخو کې د اړیکو پر پراختیا متمرکزې وې.
د روسیې د سنا فډرالي شورا مشرې والینټینا ماتوینکو "Valentina Matviyenko" د ایران له ولسمشر حسن روحاني او د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د خپل سفر په وروستۍ ورځ خبرې وکړې.
راپورونه وايي چې په دې خبرو اترو کې د ایران لهخوا له روسیې څخه د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت، د ټانکونو، راکټي سیسټم او روسي الوتکو پر پېردلو هم بحث وشو.
د روسیې د سنا پلاوی وايي، د ایران ولسمشر ورته ډاډ ورکړی چې د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو سره د ایران لهخوا شوې اټمي موافقه په بشپړه توګه رعایت کړي.