د امریکا دفاع وزارت د هغو دوو سرتېرو نومونه څرګند کړل چې د شنبې ورځې په چاودنه کې وژل شوي دي.
د پنټاګون د یوې خبرپاڼې له مخې له وژل شویو سرتېرو څخه یو یې جان پېري (John Perry) نومېده چې ۳۰ کلن او د کالېفورنیا ایالت اصلي اوسېدونکی و.
دوهم ټایلراوبېلټ (Tyler Iubelt) شل کلن او د ایلنوي ایالت اوسېدونکی ښودل شوی دی.
د امریکا د دفاع وزارت وايي، دواړو سرتېرو د پېښې په ورځ د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.
په دې ځان وژونکي برید کې چې د شنبې په ورځ د بګرام په پوځي اډه کې شوی و څلور امریکایان وژل شوي او اتلس نور ټپیان شوي وو.
په ټپیانو کې یو پولنډی سرتېری هم شامل دی.