جلال اباد ښار کې نورې امنيتي حوزې جوړېږي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، ولایتي ادارې د کورنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو سره په ځانګړې ناسته کې د جلال اباد په ښار کې د امنيتي حوزو پر زیاتېدو هوکړه کړې.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي راډیو ته وویل چې اوسمهال د جلال اباد په ښار کې دوه امنيتي حوزې او اووه ماموریتونه دي چې په دې سره د ټول ښار کنټرول ستونزمنه خبره ده.

نوموړی وايي، په امنيتي مجلس کې د شوې پرېکړې له مخې به په دې ښار کې نه یوازې امنيتي حوزې اضافه شي بلکې د پولیسو په تشکيل کې به هم زیاتوالی راشي.

نوموړي زیاته کړه:

"پرېکړه شوې ده چې د جلال اباد ښار کې چې اوس دوه حوزې دي شپږ یا څلور نورې حوزې اضافه شي له دې سره به د جلال اباد ښار امنيت هم ښه شي او بل به د پولیسو تشکيل هم ورسره اضافه کېږي"

د کتوونکو په اند که چېرې امنيتي چارواکي دغه شوې پرېکړه ژر عملي کړي نو له دې سره به په ښار کې د پولیسو تګ راتګ زیات شي او ورسره به د ورانکارو فعالیتونو مخه هم ونیول شي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکو هم په دغه ښار کې د امنیتي حوزو پر زیاتېدو خوښي ښيي او وايي چې په فعالېدو سره به یې د دې ښار امنیت نور هم ډاډمن شي.