ولسي جرګې د لوړو زده‌کړو وزیره سلب صلاحیت کړه

د افغانستان ولسي جرګې د ښار جوړونې او عدلیې وزیرانو ته په غیاب کې د باور رأیه ورکړه خو د لوړو زده‌کړو وزیره‌یې سلب صلاحیت کړه.

د ولسی جرګې د نن ورځې په غونډه کې دوه سوه دوه وکیلانو رأیې وکارولې.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د نن ورځې د رأیو نتایج داسې اعلان کړل:

"په خواشینۍ سره چې د لوړو زده‌کړو وزیره د ۱۳۱ رد رأیو په اخیستلو سره سلب صلاحیت شوه او موږ له جمهوري ریاست څخه غواړو چې د لوړو زده‌کړو وزارت لپاره نوی کاندید ولسي جرګې ته وروپېژني."

د افغانستان د لوړو زده‌کړو د وزیرې فریدې مومند په ګډون ولسي جرګې په تېرو د رأیو و ورځو کې شپږ وزیران سلب اعتماد کړي.

وړمه ورځ‌یې د بهرنیو چارو، فواید عامې او د کار او ټولنیزو چارو وزیران او پرون‌یې د پوهنې او ټرانسپورت وزیران په غیاب کې سلب اعتماد کړل، خو د مالیې وزیر ته‌یې برائت ورکړ.