ملي امنیت سلاکار د م.م امنیت شورا له پلاوي سره کتلي

د ملي امنیت سلاکار د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تعزیراتو کمېټې له پلاوي سره کتلي دي.

د دغه شورا له خوا نن خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د دغې کمېټې پلاوي ته په خبرو کې ویلي چې افغان دولت به د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې له نوملړه د حزب اسلامي رهبرۍ د ایستلو په اړه، دې کمېټې ته ډېر ژر مفصل غوښتلیک ولېږي.

ښاغلي اتمر همدارنګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې له پلاوي څخه غوښتنه کړې چې د طالبانو د هغو مشرانو نومونه دې د بندیزونو په لېست کې اضافه او شتمنۍ یې کنګل کړې چې د افغانستان خلکو پر وړاندې د تروریستي او ورانوونکو اعمالو پر دوام باور لري او د سولې خبرو ته نه حاضرېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې پلاوي چې مشري یې د دې کمېټې رئیس او په ملګرو ملتونو کې د نیوزیلېنډ دایمي استازي ګیریډ وېن بوهمېمېن کوله، د افغان دولت او حزب اسلامي افغانستان ترمنځ د سولې د تفاهم لیک د لاسلیک کېدو هرکلی کړی او د تطبیق لپاره یې له خپله اړخه د پوره همکارۍ او چمتووالي خبر ورکړی.

یاد پلاوي ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تعزیراتو کمېټه به، د بندیزونو له فهرست څخه د حزب اسلامي افغانستان د رهبرۍ د ایستلو په اړه پوره غور او همکاري وکړي.