لښکرګاه کې د خبریال زهیر په نوم د والیبال تورنمنټ پیل شوی

په لښکرګاه کې د وژل شوي خبریال نعمت الله زهیر په نوم د والیبال ۱۵ ورځنی تور نمنټ پیل شو.

ددې ولایت د ورزش امر زلمي هڅاند ازادي راډیو ته وویل، په دغه تور نمنټ کې لس لوبډلې ګډون لري چې پیل یې د بست او هلمند پوهنتون د لوبډلو تر منځ د لړم په۲۳ مه نېټه وشو.

نوموړي زیاته کړه، په دې نوم د تورنمنټ له جوړېدو څخه يې موخه داده چې له یوې خوا به په دې ولایت کې د وژل شوي خبریال نعمت الله زهیر روح ته سیلانیان او ګډونوال دعاوې وکړي، له بلې خوا خپله دغه خبریال یوه لوبډله درلودله چې له دې تور نمنټ سره به يې یاد د والیبال په فدراسیون کې پاته وي.

دده په وینا دوی ډېر وخت د ځینو نوموتو اشخاصو او یاد د ځینو اړینو موضوعاتو په اړه تورنمنټونه جوړ وي چې په دې لړ کې يې دا ځل د اریانا نیوز تلویزیون د وژل شوي خبریال په نوم دغه لوبي پیل کړي دي.

د ده په وینا یادې لوبې به ۱۵ ورځې دوام وکړي، «پنځهالف اوپنځه با»لوبدلې به پکې ولوبېږي، څو ګټوونکي لوبډله پکې معلومه شي.

دیادولو ده نعمت الله زهیر هلمند کې د اریانا نیوز سره د خبریال په صفت کار کاوه چې دروان کال د لړم د میاشتې په ۱۴ مه د لښکرکاه ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې د ماین په چاودنه ووژل شو.