روسي چارواکي وايي، د اسلامي دولت ډلې ۱۰ مشکوک غړي په پلازمېنه مسکو او سانټ پیټرزبورګ ښار کې د هممهاله حملو د پلانولو په تور نیول شوي دي.
د روسیې دولتي ورځپاڼې رسيسکایا ګازیتا پرون راپور ورکړ چې دا مسکوک کسان د داعش د هغې ډلې غړي وو چې د پاریس حملو ته ورته پلانیې درلود.
په پاریس کې د ۲۰۱۵ میلادي کال د نوومبر د دیارلسمې نېټې حملو ۱۳۰ کسان ووژل.
روسي چارواکو ویلي چې داعش دا حملې د پاریس د حملو د کلیزې په مناسبت پلان کړې وې.
د راپور له مخې د داعش دا وسلهوال چې د ازبکستان، قرغزستان او تاجکستان اتباع دي په ماشینګڼو او بمونو سمبال وو.