د کورنیو چارو وزارت وايي، ملګري ملتونه غواړي د افغان حکومت پر هغو وسلهوالو مخالفینو بندیزونه ولګول شي چې جګړې ته دوام ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي، د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې مشر پرون د کورنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې وویل چې د بندیزونو په لېست کې باید د هغو وسلهوالو مخالفینو نومونه شامل شي چې تر اوسهیې هم د سولې په اړه هېڅ فکر نهدی کړی او لا هم ترورېستي حملو ته دوام ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼې په دې اړه چې ملګري ملتونه د دې بندېزونو غوښتنه د ترورېستي ډلو پر غړو کوي که پر مشرانو جزئیات نهدي ورکړي او دا یې هم نهدي ویلي چې دا بندېزونه به څوک او څنګه لګوي.