یوې پوځي هلیکوپټرې د غور ولایت د مرکز فیروزکوه هوايي ډګر ته نېږدې بېړنۍ ناسته کړې ده.
د غور امنیتي چارواکي تائیدوي دا یوه پوځي هلیکوپټره وه چې په عملیاتو کې له ګډون وروستهیې د تخنیکې عارضې له کبله بېړنۍ ناسته کړې.
د غور ولایت امنیه قوماندان جنرال مصطفی محسني په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل او وویل:
"دا هلیکوپټره د فیروزکوه په شمال کې زموږ په پوځي عملیاتو کې شامله وه. خپله دندهیې سرته رسولې وه او د راستنېدو پر مهال چې هوايي ډګر ته نېږدې رارسېږي تخنیکي عارضه ورته پیدا کېږي او کېنې خو هېڅچا ته زیان نهدی اوښتی."
په همدې حال کې عیني شاهدانو په غور کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې دې هلیکوپټرې د بېړنۍ ناستې پر مهال اور اخیستی دی.
دا عیني شاهدان همداراز وايي چې د پېښې پر مهالیې د ډزو اوازونه هم اورېدلي دي.