د پاکستان صدراعظم نواز شريف په ګوادر بندر کې د تجارتي فعاليتونو د پرانيستنې لپاره بلوچستان ايالت ته سفر وکړ.
د چين د تجارتي مالونو د لاريو لومړنى کاروان پرون د هغه سړک له لارې چې د چين شين جيانګ سيمه له ګوادر سره تړي، دغه بندر ته ورسېد.
نواز شريف نن په خپله پرانيستونکې وينا کې وويل، هېواد يې د بهرنيو پانګوالو لپاره تر ټولو ښه امن برابروي چې دوى وکړاى شي له دغه بندر څخه د نړيوال تجارت لپاره کار واخلي.
نواز شريف وويل دغه بندر به افغانستان ته هم په ګټه وي.
ګوادر بندر په بلوچستان ايالت کې دى چې د شنبې په ماښام په کې پر يوه زيارت حملې لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل.
د هغې حملې مسؤليت داعش ډلې منلى دى.