د خوړو نړيوال پروګرام يا «W.F.P» وايي په افغانستان کې يې له کورنيو بېځايه شويو او راستنېدونکو سره د مرستې لپاره پر نهه مياشتني پروګرام کار پيل کړ.
د دغې ادارې په اعلاميه کې چې نن خپره شوې راغلي چې په دې موده کې به له راستنو شويو او بېځايه شويو کورنيو سره غذايي او نقدي مرستې کېږي.
د خوړو نړيوال پروګرام وايي، له جولاى مياشتې راهيسې له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدل زيات شوي دي.
د «W.F.P» په حواله، د ورځې په زرګونو افغانان له تورخم دروازې افغانستان ته ستنېږي.