شهیم: وسله‌وال د مرکزونو په جوړولو بریالي نه‌شول

د افغانستان دفاع وزارت وايي، نړیوالو ترورېستانو هڅه کوله، څو په افغانستان کې یو ځل بیا مرکزونه ولري، خو بریالي نه‌شول.

د اردو لوی درستیز قدم‌شاه شهیم چې نن‌یې په کابل کې د سرتېرو د فراغت په غونډه کې خبرې کولې وویل دښمنانو ته به اجازه ورنه‌کړي چې په هېواد کې خوندي ځایونه ولري.

ښاغلی شهیم زیاتوي د طالبانو د کوټې، پېښور او د میرانشاه شوراګانې هم افغانستان ته په رالېږدېدو ونه‌توانېدې او همدارنګه داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې ده.