ترکیه وايي بېلاروس سره سوداګرېزې اړیکې زیاتوي

د ترکیې ولسمشر وویل، هېواد یې غواړي چې له بېلاروس سره دوه اړخیزې سوداګريزې اړیکې زیاتې کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په بېلاروس کې اوس د ترکیې پانګونه یو نیم میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکه وویل، د ترکیې د پانګونې هرکلی کوي.