ډونالډ ټرمپ ته د یوه ایراني ملا خبرداری

یوه مطرح ایراني ملا د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې له ایران سره لوبه ونه‌کړي.

ایت‌الله احمد خاتمي د تهران د جمعې د لمانځه په خطبې کې وویل، ټرمپ باید په دې خاطر له ایرانیانو بخښنه وغواړي چې د خپل کمپاین په لړ کې یې ایرانیان ترورېستان وبلل.

دا په وروستیو څو ورځو کې ډونالډ ټرمپ ته د ایراني چارواکو له لوري څویم خبرداری دی.

ایت‌الله خاتمي وویل، امریکايي مشران باید په دې سر خلاص کړي چې د زمري له لکۍ سره باید لوبه ونه‌کړي.