د روسیې د مشرانو جرګې یو پلاوی به سر له نن څخه د ایران دوه ورځنی رسمي سفر پیل کړي.
د روسیې د پارلمان د فدرالي شورا یا مشرانو جرګې د پلاوي مشري د دې جرګې رئيسه والینتینا مات فیینکو «Valentina Matviyenko» کوي.
د روسیې د مشرانو جرګې غړي به د ایران د پارلمان د رئيس علي اکبر لارېجاني په شمول له ایرانیو سیاستوالو سره وویني.
ټاکل شوې ده چې دواړه خواوې د اقتصادي اړیکو او سیمهییزو همکاریو د پراختیا او د ایران او روسیې د ولسمشرانو له لوري په اګست کې د لاسلیک شویو دوه اړخیزو موافقو د عملي کېدو پر لارو چارو وغېږي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني او د هغه روسي ساري ولادیمیر پوتین د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې یو لړ موافقې لاسلیک کړې وې.
د روسیې د مشرانو جرګې رئیسې وویل چې له ایراني خوا سره به د ترورېزم پر ضد د جګړې او سیمهییز امنیت په اړه هم خبرې وکړي.