م.م: داعش روانه اوونۍ موصل کې لسګونه تنه وژلي

ملګري ملتونه وایي، اسلامي دولت ډلې روانه اونۍ د عراق په موصل کې په لسګونو تنه وژلي دي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنري وایي، داعش د نومبر په اتمه څلویښت تنه د عراق له حکومتي ځواکونو سره د همکارۍ په تور اعدام کړې دي.

د ملګرو ملتونو دې دفتر د سرچینو په وینا خبر ور کړی دی چې د دغو اعدام شویو ملکیانو مړي د موصل ښار په مختلفو سیمو کې د برېښنا پر ستنو راځړول شوي ډي.

له داعش څخه د موصل د بېرته نیولو لپاره د عراقي ځواکونو عملیات له نږدې څلور اونیو راهیسې دوام لري.