عبیدي: د کابل ښار کوټه سنګي سیمه کې چاودنه شوې

د کابل ښار په پنځمه ناحیه د کوټه سنګي په سیمه کې چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیه قومندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې رئیس فریدون عبیدي ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه د اطلاعات او فرهنګ وزارت اړوند یوه موټر باندې شوې، خو نوعیت یې تر اوسه نه دی معلوم.

د ښاغلي عبیدي په خبره دا چاودنه تلفات نه لري او پېښه تر څېړنې لاندې ده.

تر دامهاله ددې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په دې اړه نور جزئیات وروسته...