ارزګان کې له زرو بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ارزګان کې د سرې میاشتې ټولنې له لوري د زرو بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه.

په ارزګان ولایت کې د سرې میاشتې د ټولنې مسؤل سید محی الدین صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل چي مرسته شوي توکي ټول خوراکي دي چې کولای شي د یوې کورنۍ لومړنۍ اړتیا پوره کړي.

هغه وویل چې مرسته شویو موادو کې لوبیا،غوړي، بوره، چای، او مالګه شامل دي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"د سرې میاشتې ټولني لخوا څخه نن موږ د زرو کورنیو سره مرسته وکړه چې دا هغه کورنۍ دي چې له دغه دوه میاشتنۍ جګړې له امله د خپلو کورنو څخه بېځایه شوي دي چې موږ د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې په مختلیفو کلیو کې سروې کړې وه چې نن مو توضیع و کړه ټول خوارکي مواد دي."

دا په دا سې حال ده چي له دې وړاندې هم په ارزګان ولایت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې ریاست له ۳۰۸۲ کورنېو سره د خوارکي او غېري خوارکي موادو مرسته کړې وه.