مون:ډونالډ ټرمپ به د چاپېریال ساتنې تړون فسخه نه کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون وایي، د ده په فکر د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د چاپیریال ساتنې په برخه کې د پاریس تړون فسخه نه کړي.

ټرمپ د انتخاباتي مبارزو پر مهال ویلي و چې له دې تړونه به ووځي.

بان کي مون فرانس پریس اژانس ته پرون وویل، ټرمپ د اندېښنې وړ ګڼې خبرې کړې دي خو دی به د چاپیریال ساتنې په برخه کې د مسئلې اهمیت درک کړي.