ټرمپ سپنې ماڼې ته د واک د لېږد مسؤلیت «مایک پنس» ته وسپاره

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ خپل مرستیال مایک پنس ته د سپینې ماڼۍ د واک د لېږد مسؤلیت وسپاره.

پنس او د ده ډله به د ټرمپ په اداره کې د کسانو د ګمارلو په برخه کې منتخب ولسمشر ته سلامشوره ورکړي.

ټرمپ پرون دا هم وویل چې له خپلو درې اولادونو، ټرمپ جونیر، اریک ټرمپ او ایوانکا ټرمپ او همداراز له خپل زوم جارید کوشنر څخه یې غوښتي دي چې د انتقال د پروسې په څارنه کې همکاري وکړي.

ټاکل شوې ده چې ټرمپ به د ۲۰۱۷ کال د جنوري په شلمه د امریکا د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړي.