د فراه والي وایي چې د یو شمېر مهمو سیمه ییزو طالب قوماندانانو کورونه په ایران کې دي.
اصف ننګ نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه طالب قوماندانانو ملاتړ د ایران لخوا کېږي او هغوی په افغانستان کې تخریبي فعالیتونه ترسره کوي.
نوموړي وویل هغه وسلې او مهمات چې طالبانو د فراه په وروستیو جګړو کې کارولي طالبانو له لنډ واټن څخه ترلاسه کړي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې طالبانو په فراه کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.