رباني: د بهرنیو چارو وزارت خپل ډېره بودجه لګولې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، دغه وزارت په تېر کال کې خپله پراختیایي بودجه تر ډېره لګولې ده.

صلاح الدین رباني د ولسي جرګې په استیضاحیه غونډه کې نن وویل چې ۱۳۹۴ کال لپاره د بهرنیو چارو وزارت ۷ اعشاریه ۷میلیونه افغانۍ وه او په وینا یې چې یاد وزارت توانېدلی چې خپله ۷۳ فیصده بودجه مصرف کړي.

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۷ وزیرانو د استیضاح لړۍ سر له ننه پیل کړه.

دا وزیران د بودجي د نه مصرفولو او د لازمې کارې وړتیا د نه لرولو له امله ولسي جرګه ته استضاح کېږي.

ولسي جرګې نن د افغانستان د بهرنیو چارو، فواید عامې او د کار او ټولنیزو چارو وزیران خپلې استضاحیه غونډې ته وربللي دي.

تردې واندې د ولسي جرګې غړي نذیر احمد احمد زي ویلي که چېرته د استیضاح شوو وزیرانو ځوابونه او استدلال د وکیلانو د قناعت وړ نه وو نو د اعتماد د رایو صندوقونه به ورته اښودل کېږي.