قاطع ملاتړ ماموریت: بګرام هوايي ډګر کې چاودنې ۴ تنه وژلي

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وایي چې په بګرام هوایي ډګر کې یوه چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د دغه ماموریت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا چاودنه د بګرام په پوځې اډه کې نن سهار پنځه نیمې بجې شوې ده.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن له قوله ویل شوي چې پر ناټو ځواکونو دا ډول حملې به د هغوی مرستې له افغان ځواکونو سره کمې نه کړي.

تر دې مخکي د پروان ولایت د بګرام ولسوال ویلي وو چې په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي خو د وژل شوو او ټپیانو د هویت په اړه لا تراوسه څه نه دي ویل شوي.

د حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی، د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې پېښه کې لسګونه بهرني او کورني عسکر وژل شوي او ټپیان دي.