د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، په اچین ولسوالی کی دیارلس تنه داعش وسله وال وژل شوي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقیوال ازادي راډيو ته وویل چې یاد وسله وال تېره شپه د اچین ولسوالۍ اړوند د مامند درې مورګي په سیمه کې د هوايي برید پرمهال وژل شوي دي.
نوموړی وايي، وژل شوي کسان ټول د داعش ډلې پورې تړلې بهرني وسله وال دي.
داعش وسله والو تر اوسه د دې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.