ظریف: تمه ده د امریکا نوې رهبري اټمي موافقه ومني

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي دی باور لري چې د امریکا نوې اداره به د تهران او نړیوالې ټولنې ترمنځ اټمي موافقه ومني.

د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ویلي چې که دی جمهور رئیس شي نو له ایران سره اټمي موافقه به لغوه کړي.

محمد جواد ظریف د جمعې په ورځ د چیک جمهوریت په مرکز پراګ کې خبریالانو ته وویل یو ځل چې ګردونه کېني او د سیمې او نړۍ پر حقایقو خلک وپوهول شي دی هیله من دی چې ډونالډ ټرمپ به دا موافقه ومني.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر او یو شمېر نورو امریکايي متخصصانو ویلي چې ټرمپ نه یوازې دا چې له ایران سره له اټمي موافقې سرغړونه کولی شي بلکې د باراک اوباما د ادارې لخوا د دې موافقې په لړ کې پر ایران د بندیزونو د لرې کولو اجرائیوي امر هم بېرته اخستلی شي.