جنګل باغ: د کندز نویو ټاکل شویو ولسوالیو کې طالبان حضور لري

د کندز امنیه قوماندان وايي، د دې ولایت په دریو نویو ټاکل شویو ولسوالیو کې د دولت وسله وال مخالفان حضور او وسله وال فعالیت لري.

په کندز کې د نا امنیو د روان بهیر په اړه محمد قسیم جنګل باز تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړه روانه ده:

"همدا شېبه چې زه له تاسو خبرې کوم د امام ولسوالۍ په نو اباد سیمه کې جګړه او خال خال نښتې روانې دي، دښمن په نواباد سیمه چېرته چې امنیتي ځواکونه پراته دي برید کړی دی."

په کندز ولایت کې د نا امنیو لړۍ په داسې وخت کې دوام لري چې دغلته د نړیوالو ځواکونو په وروستي هوايې برید کې د لسګونو ملکیانو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه د حقیقت موندنې د حکومتي پلاوي راپور لا نه دی خپور شوی.