ملګري ملتونه وايي، اسلامي دولت ډلې موصل ښار کې لسګونه ملکي کسان وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په موصل ښار کې د عراقي ځواکونو پوځي عملیات روان دي.
د ملګروملتونو د بشري حقونو لویې کمېشنرۍ نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې داعش ډلې د سه شنبې په ورځ څلویښت ملکي وګړي د عراق له حکومت سره د همکارۍ په تور اعدام کړي او زیاتوي چې د دې ډلې وسلهوال ښايي د خپلو محکمو له حکم سره سم د نورو خلکو وژنو ته هم دوام ورکړي.
بیان زیاتوي چې قربانیانو کې یو تن د موبایل ټیلیفون د کارولو له کبله چې داعش بندیز پرې لګولی اعدام شوی.
ملګري ملتونه وايي، شل نورملکي کسان د چهارشنبې په ورځ د غبت په نوم په پوځي اډه کې وژل شوي دي.