کُرد وسله وال د سوریې د رقه لوري ته د پرمختګ په حال کې دي

د کُرد وسله والو په مشرۍ سوري ځواکونه د امریکا د پوځ په ملاتړ د سوریې د رقه ښار لوري ته چې د داعش ډلې پلازمینه ګڼل کیږي د پرمختګ په حال کې دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی وايي چې د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو چې د YPG په نوم د کُرد د خلکو د محافظت قطعه یې مشري کوي د داعش له وسله والو څخه د رُقې د شمال نولس کلي نیولي دي.

د بشري حقونو د څار ټولنې مشر وايي، دا ځواکونه هڅه کوي چې د رُقې د شمال نورو سیمو ته پرمختګ وکړي.

رامي عبدالرحمان وايي، د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه اوس هڅه کوي چې پر رُقه د لویو عملیاتو له پیل مخکې د خپلو وسله والو د تګ راتګ د لارو امنیت ونیسي.