دفاع وزارت: د هرات شینډنډ کې لسګونه وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو د ۲ قوماندانو په ګډون د لسګونه وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه وايي، په شینډنډ ولسوالۍ کې د تېرو ٢٤ ساعتونو په عملیاتو کې ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي چې د دې ډلې د نظامي کمیسیون مشر ملاحبیب الله او دوه سرګروپان ملامحب او ملاسنګین چې د سپین بیرغ په نوم یادېده په کې شامل دي.

دفاع وزارت همدا راز وايي، په ننګرهار، کونړ، غزني، کندهار، پکتيکا، ارزګان، بادغيس او نورو ولايتونو کې هم پوځي عملیات شوي چې ټول ٦٩ وسله وال مخالفین په کې وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.

له بلې خوا د هلمند چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو په نویو عملياتو کې ۱۶ وسله وال مخالفین وژل شوي.

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر پرون ماښام په يوه خبرپاڼه کې وویل، په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې لس تنه نور وسله وال ټپيان شوي هم دي.

اعلامیه زیاتوي چې دا عمليات د مرکز لښکرګاه اړوند په بَشَران او د ګرشک ولسوالۍ په آبپاشک سيمه کې ترسره شوي دي.

په وژل شويو وسله والو کې د هغوى دوه نښه ويشتونکي او يو اکمالاتي مسوول هم شامل دي.