د ترکیې ولسمشر رجب طیب ادروغان بېلاروس ته ورسېد

د ترکیې ولسمشر رجب طیب ادروغان د بیلاروس له چارواکو سره د خبرو او د دې هېواد په پلازمینه مېنسک کې د یوه ستر جومات د پرانېستو په مراسمو کې د ګډون لپاره نن بېلاروس ته ورسېد.

اردوغان له خپل بیلاروس سیال الکساندرلوکاشینکا سره د دوه اړخېزو تجارتي او اقتصادي اړیکو په ګډون پر بېلابېلو مسائلو خبرې وکړې او د تجارت په اړه په دوه اړخېزه غونډه کې یې برخه واخېسته.

اردوغان به نن وروسته د هغه لوی جومات د پرانېستو په مراسمو کې ګډون وکړي چې د لګښت یوه برخه یې انقرې ورکړې ده.

نوی جومات د مېنسک د یوه پخواني جومات پرځای جوړ شوی دی.

د مېنسک زوړ جومات چې د بېلاروس لیپکا تاتارانو جوړ کړی و، د پخواني شوروي د واکمنۍ له‎خوا ړنګ شو.