په کابل کې د لوی افغانستان د تحریک له لوري په جوړه شوې غونډه کې راټول شویو مدني فعالانو او سیاسي شخصیتونو د ډیورنډ فرضي کرښې د غندنې ترڅنګ تاکید وکړ چې افغان ولس باید په يووالي ستونزې حل کړي.
د لوی افغانستان د تحریک مشر عبدالجمیل وقار وايي چې د ډیورنډ فرضي کرښه هېڅکله افغانانو ته د منلو نهده او نړیواله ټولنه باید له ۱۲۳ وروسته د دغه ستونزې په حل کې له افغانانو سره مرسته وکړي.
ښاغلی وقار وايي:
"په دې برخه کې پر نړیوالې ټولنې غږ کوم چې له یو ۱۲۳ کلونو وروسته د نړیوالو اصولو په رڼا کې دې برحقې داعې ته د رسېدو لپاره د خورو- ورو افغانانو غوښتنې ته لبیک ووايي او د تېر په څېر ناروا خاموشي اختیار نهکړي ځکه دا افغان ملت سره تاریخي جفا ده."
له نن څخه یو ۱۲۳ د ۱۸۹۳میلادي کال د نوومبر د میاشتې په دولسمه نېټه د ډیورنډ د فرضي کرښې هوکړه د امیرعبدالرحمان د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوه.
د ډیورنډ فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ هغه نېږدې ۲۶۴۰ کیلو متره اوږده پوله ده چې لا تر اوسه پورې نه د افغانستان حکومت او نه هم د کرښې په دوواړو خواوو کې د مېشتو قومونو لهخوا منل شوې ده.
Your browser doesn’t support HTML5
وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه تصمیم حکومتونه نه بلکې د کرښې دواړو غاړو ته ميشت ولسونه نیسي.
که څه هم د پاکستان حکومت په رسمي توګه د دغه کرښې په اړه ښکاره غبرګون نه دی ښودلی خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د پښتونخوا ځینو نورو مشرانو تل دا ویلي چې له امو تر اباسینه د افغانستان خاوره ده او ډیورنډ فرضي کرښه به هېڅکله د کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه سره بېل نه کړي.
په فرهنګي چارو کې د ولسمشرسلاکار لعل پاچا ازمون وايي، که څه هم د ډیورنډ فرضي کرښه ناسور زخم دی خو ځیني کړۍ په هېواد کې د افغان له کلمې سره په مخالفت هڅه کوي چې دا لوی کور وړوکی کړي.
ښاغلی ازمون زیاتوي:
"ډیورنډ یوه تحمیلي کرښه ده دا یو ناسور دی دا ناسور اوس نه یوازې موږ ته ډیورنډ ګرځیدلی، بلکې په داخل کې هم داسې ناسور زخمونه پیدا شوي دي، موږ په لوی لاس باید دا کورونه نور واړه نهکړو."
د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز غړی استاد خیرالحق وايي، د ډیورنډ لانجه یوازې د پښتنو نه بلکې دا د ټولو افغانانو په حق کې لوی ظلم دی.
نوموړی وايي:
"کله چې موږ د ډیورنډ د فرضي کرښې په اړه خبرې کوو دا په دې معنی نه ده چې یو شمېر پښتانه د کرښې دې غاړې ته ژوند کوي او ځیني د کرښې اخوا ته ژوند کوي، که څه هم موږ له ټولو ګاونډیو سره مرزي ستونزې لرو خو ډیورند کرښه موږ ته د څو دلایلو له کبله ډېره مهمه ده چې ترټولو مهم هغه یې دا ده چې دغه کرښه تحمیلي ده."
د ښاغلي خیرالحق په خبره افغان حکومت باید د پوه او مسلکو کسانو څخه د یوه کمېسیون په جوړولو په نړیوالو مربوطه مراجعو کې دا ثابته کړي چې ډیورنډ فرضي کرښه هېڅ اعتبار نهلري او دغه لانجه د دایم لپاره حل کړي چې په حلېدو به تر ډېره په افغانستان کې روانې ستونزې حل شي.
محمد حدیث پردېس