د افغانستان ولسمشر په مزارشريف کې د جرمني پر قونسلګرۍ د تېرې شپې حمله وغندله او د افغانستان د پرمختګ د دښمنانو کار يې وباله.
محمد اشرف غني د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويلي:
"دا ناوړه عمل به له ټرورېزم سره په مبارزه کې د المان او افغانستان دولتونو او خلکو اراده او تاریخي ملګرتیا کمزوري نه کړي."
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وياند نن وويل، د دوى د قونسلګرۍ څه باندې ٢٠ کارکوونکو ته په حمله کې زيان نه دى رسېدلى او بل ځاى لېږدول شوي دي.
تېره شپه د جرمني يا المان پر قونسلګرۍ موټر بم حمله وشوه چې په نتيجه کې يې څلور کسان ووژل شول او تر ١٢٠ ډېر نور ټپيان شول.
د بلخ د امنيت امر جنرال عبدالرزاق قادري وايي په بلخ ولايت کې يو کس د جرمني پر قونسلګرۍ د تېرې شپې په حمله کې د لاس لرلو په تور نيول شوى دى.
د ده په وينا دوه نور کسان هغه وخت ووژل شول چې پر موټرسايکل د پېښې له ساحې د تېرېدو پر مهال يې د امنيتي ځواکونو د خبرداري اشارو ته پام ونه کړ او جرمني پوځيانو ورباندې ډزې وکړې.