دفاع وزارت: تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٩سخت دريځي وسله‌وال وژل شوِ

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغان قواوو په تهاجمي او تعرضي عملياتو کې ٦٩ سخت دريځي وسله‌وال وژل شوي دي.

دغه وزارت په هغه اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې ويلي، چې په دغو عملياتو کې شپږدېرش نور وسلوال ټپيان شوي دي.

دغه عمليات په ننګرهار، کونړ، غزني، پکتيکا، کندهار، ارزګان، بادغيس او نورو ولايتونو کې شوي دي.

ويل شوي چې په ٦٩ وژل شويو دولت ضد وسلوالو کې د هغوى دوه مشران ملا محب او ملا سنګين او د پوځي کميسيون مشر ملا حبيب اله هم شامل دي.

د اعلاميې په حواله په دغو عملياتو کې يوه اندازه مهمات هم د افغان قواوو لاس ته ورغلي دي.