افغانستان کې د احتمالي جنګي جنایتونو څېړنه کې پرمختګ

د نړیوالې جنايي محکمې عمومي څارنوالۍ ویلي، په افغانستان کې یې د احتمالي جنګي جنایتونو په څېړنه کې د پام وړ پرمختګ ترلاسه کړی دی.

مېرمن فاتو بن سوده دا خبره پرون له " فرانس ۲۴" ټلویزیون سره په مرکه کې دا خبره کړې ده.

نوموړې د هغو رپوټونو په اړه چې دا به په افغانستان کې د جنګي جنایتونو بشپړه څېړنه کوي څو له لارې یې د دې محکمې پام امریکايي سرتېرو ته وګرځول شي څه ونه ویل.

د فرانسې خبري آژانس وايي، نړیوالې جنایي محکمې په ۲۰۰۷ کال کې د جنګي جنایتونو راپور خپور کړ چې په ۲۰۰۳ کال کې طالبانو، افغان سرتېرو او بهرنیو پوځیانو ته په‎کې منسوب جنګي جنایتونه څېړل شوي و.