په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمیشنري وايي، د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د مرستې په خاطر کافي مالي منابع نهلري.
د دې ادارې ویاند نادرفرهاد ازادي راډیو ته وویل چې (یو.ان.اچ.سي.ار) له اړوندو ادارو سره هڅه کوي چې لږ تر لږه د مالي منابعو تر پیدا کولو پورې د بیا راستنېدو بهیر لږ څه ورو شي څو افغانان ډېرې ستونزې ونه ویني.
"بشري او مادي ملاحظات موجود دي. د دې لپاره چې د نوومبر میاشت کې هم چې افغانان راتلل ټولو یې نومونه ثبت کړي و د هغوی لپاره هم کافي بودیجه نه وه موجوده نو باید دا خبره افغان کډوالو ته ورسول شي."
د ښاغلي فرهاد په خبره سږکال شاوخوا یو میلیون افغانان یا له بهره خپل هېواد ته راغلي او یا له خپلو سیمو بې ځایه شوي چې د هرکال په نسبت ډېرې لویې بودیجې ته اړتیا لري.
په پاکستان کې د افغان کډوالو استازي داوود شاه ازادي راډیو ته وویل، افغانانو خپلې کډې تړلي خو اوس ورته ویل شوي چې د درېیو میاشتو لپاره دې وطن ته نه ځي.