بلخ کې يو کس د تیرې شپې حمله کې د لاس لرلو په تور نيول شوى

په بلخ ولايت کې يو کس د جرمني پر قونسلګرۍ د تېرې شپې په حمله کې د لاس لرلو په تور نيول شوى دى.

د بلخ د امنيت امر جنرال عبدالرزاق قادري وايي چې د هغې موټر بم حملې په نتيجه کې څلور کسان وژل شوي دي.

د ده په وينا دوه نور کسان هغه وخت ووژل شول چې پر موټر سايکل د پېښې له ساحې د تېرېدو پر مهال يې د امنيتي ځواکونو د خبرداري اشارو ته پام ونه کړ او د جرمني پوځيانو په ډزو ووژل شول.

د بلخ د امنيت امر وايي، د تېرې شپې په حمله کې د لاس درلودلو په شک يې يو تن نيولى دى.

د دغه ولايت روغتيايي سرچينې وايي چې په پېښه کې ١٢٠ کسان ټپيان شوي او بېلابېلو روغتونو او روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.