چارواکي: هلمند کې د افغان قواوو تازه عملياتو ١٦ وسله وال وژلي

په هلمند ولايت کې د افغان قواوو په تازه عملياتو کې ١٦ دولت-ضد وسله وال وژل شوي دي.

د هلمند مطبوعاتي دفتر تېره شپه په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه تلفات د ٢٤ ساعتونو په موده کې د هوايي او ځمکنيو عملياتو په نتيجه کې ١٠ نور وسله وال ټپيان شوي هم دي.

د اعلاميې پر اساس دغه عمليات د مرکز لښکرګاه اړوند په بشران او د ګريشک ولسوالۍ په اب پاشک سيمه کې شوي دي.

په ١٦ وژل شويو وسلوالو طالبانو کې د هغوى دوه نښه ويشتونکي او يو اکمالاتي مسوول هم شامل دي.