اوباما د افغانستان او عراق په اړه د اضافي بودجې غوښتنه وکړه

د امريکا ولسمشر بارک اوباما له کانګرس څخه په افغانستان او عراق کې د سخت دريځو وسله والو پرضد د جګړې لپاره د ١١ اعشاريه ٦ میليارده ډالرو اضافي بودجې غوښتنه وکړه.

له دې پېشنهادي بودجې پنځه اعشاريه ٨ میليارده ډالره په افغانستان کې د امريکا د دفاع وزارت د پوځي عملياتو، دغه راز په عراق او سوريه کې د داعش پرضد د پوځي مبارزې لپاره غوښتل شوې ده.

پاتې پنځه اعشاريه ٨ میليارده ډالره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې لپاره د افراطيت ضد هڅو په هدف غوښتل شوې ده.

د امريکا په کانګرس کې د استازو جرګې يوه غړي مک تورنبيري چې د پوځي خدماتو د کمېټې مشري کوي وويل، دى به دغه پېشنهاد وګوري، خو د ده په وينا دا لږه بودجه ده.